

اشرف خان هجري
د نګار یوه نښه لیده نشي په اخضر کښ
د سما همه ګلونه د دلبردې په زیور کښ
تور اوربل یې تخت مثال لکه سپهر
که کوکب غواړې نظر یې کړه په در کښ
و سره مهر ته یې غټ کتل محال ی
کله سترګې برابر ګوري په لمر کښ
مخ یې بدر د ګردون دی راشه ګوره
دا اسمان تلی تره تې دی په سر کښ
په غوږونو یې غنچې کِرن پهول نه دي
سر بادی د سپهر نجر کا په دلبر کښ
په تارک یې سیس پهول ایښی لکه تاج وي
مرصع په زمردو هم دُرر دی په افسر کښ
رخشنده ټکیه یې ایښې ده عجبه
د مچلیو نه سوخته په ډېر خطر کښ
دواړه لړه یې روشن دي تر شهابو
د ګردون لار یې څرګنده ده په سر کښ
سور پېزوان یې د دوکان بسری ولی
هرګز نشته دا خصلت په سمندر کښ
له سری نتې یې همیش وطن په اور دی
لکه خټک د هجره سوزي په شرر کښ
د یاقوت سرخي یې وینې د شیدا دي
لطیف ځان مې ګرتفار په دا ګوهر کښ
مستغنی دی ښایسته د چرخ له زیبه
د طارم تزهیب یې څه دی په نظر کښ
سر تر پایه یې همه سره تشبیه کړه
نه ګلونه د چمن دی نه فلک په هسې فکر کښ
خماري سترګې یې نه لري سپهر
چې مستي یې د پيالو ده په ساغر کښ
د مئین مینه د خوږو زړو سبق دی
شپه او ورځ مې هیره نه ده په سفر کښ
زړه مې ناست د شاه په لبو همېشه دی
لکه مچ چې ګرفتار دی په شکر کښ
د یار حسن شغله درغله په خوب کښ
بندیان همه روشن شه په عزر کښ
منت دار د ښایستو د کل جهان یم
په بهران مې فلک درست ورکه رهبر کښ
دا بیان که په غوږونو واوري جونې
په رحمت یې به فقیر که په سره زر کښ
د ځان غم راته ویل کوي په شماره
ګونګ طوطا مې یې ګویا که په پنجر کښ
روهي سیل یې د مخ کا زلفې یې راغلې
همه ورک شه تر شپې لاندې په سحر کښ
د سر ویره هرګز مه کوه اشرفه!
عاشقان دې پروانه د عشق په چر کښ