

اشرف خان هجري
چې یې نور اول ظهور د مصطفی کړ
له هغه یې نور عالم همه انشی کړ
دا ارواح په مقام مشر دی بېشکه
که صورت یې تر صفی ورستو مولا کړ
تولد یې ځکه پس له رسوالانو
چې یې تم په ده دولت د اصطفی کړ
اله د کفر پریواته په زمکه
چې یې مخ د مور له بطنه په بطحی کړ
هغه شاه چې د بلوغ پس فایز شه
په مقدم یې نامور غار د حرا کړ
ناصیه به یې چې وصله په زانو کړه
د خاطر مرغه یې سیر د طوبا کړ
چې د عمر شمار یې ورغی تر چهلو
نبوت هاله مولا ورته عطا کړ
جبرائیل یې په رمضان کې له محفوظه
مستقر یې د قران نازل یتیمی کړ
له هغه یې بیا په ختم د مرسلو
په نوبت نوبت وارد په دا دنیا کړ
له اغاز یې فاتحه لا په اقراء وه
ولې ختم یې تحقیق په اذاجا کړ
په دا قول دی اتفاق د بزرګانو
چې اول یې صورت کوز په دا اقرأ کړ
د دې کتاب الهی چهارم نوی دی
اخرین حرف یې په سین په سرای بیا کړ
د لاهوت اسرار یې ولیده په سترګو
هغه شپه یې چې نیت جزم د اقصا کړ
لامکان هسې بینا په لا مکان کړ
لکه عام یې په مکان دلته بینی کړ
په اسرار به د دې جال هغه خبر وي
چې قرأت یې سبحان الذی اسرا کړ
د موسی طاقت یې کله د لیدو وه
هغه مخ چې برهنه احمد راکړ
تر اووه فلکو تېر کرسی یې پس کړه
صد هزار میله یې عرش هم تر شا کړ
د حجاب اثر له میانه منعدم شه
مګر میم یې د نامه نمایي می کړ
چې احمد د احدیت په یم غوټه کړه
هغه میم یې هم د نام له سلکه لا کړ
مظنه د انکار مه کړه په دا قول
په دا باب یې ایت ګواه د اوادنی کړ
ایت لس زره وینا یې شنیده کړ
په هر یو یې رسول قبلت د رینی کړ
هر چې ده مسالت وه که له احده
هغه دم یې اجابت په غوږ اصفی کړ
د عزت کتاب یې راوړ له احمده
مهردار یې په والنجم اذا هوی کړ
د اضلال علم په دور سرنګون شه
چې احمد په مکه هس د حق نوا کړ
چې یې پښه د نبوت په رکاب کېښوه
د نصفت په تېغ یې غوڅ سر د عزی کړ
د حق سنګ یې په پنجه د عدل واخیست
پرې یې مات ګردن د لات سر د عزا کړ
د معجز په خوان یې جوړه حاضري وه
هغه وریت بره چې رب ورته ګویا کړ
څو شرف څو بزرګي یې وه د لاسو
چې له قرب یې تذکار چوب د عصی کړ
د اعجاز پایه یې هسې وه بلنده
چې مهتاب یې شق د ګوتو په ایمی کړ
د لاهوت خطه خلوت د مصطفی ده
که موسی د معراج په ونه د طوبا کړ
د امت پاکویی ډیر مرده زنده کړل
که دا کار اول معجز د مسیحی کړ
نه یې کسب د لوستو نه یې جز واخیست
نه یې ځان په مکتب کرم د استی کړ
افرین د هغه پاک په حکمتونو
چې امی یې په هر پټ علم دانا کړ
په غفران د خپأ امت د ګنهګارو
هر ساعت به یې لاس پورته په دعا کړ
دا اندوه یې هاله کم شه له خاطره
چې مسرور یې په یعطیک فترضی کړ
د بهبود مخ به و نه وینې په سترګو
چې له امره یې چا سرته و بالا کړ
په هر کار چې مکلف شوم له خالقه
ما بې عذره سمعنا و اطعنا کړ
هر چې ده په مبارک زبان ویلي
په احکام یې امنت وصدقنا کړ
چې نبي ځنې ویازر وي مه یې وینم
هغه نیک عمل مې یار چې یې روا کړ
چې منکر دی د احمد له پاکه دینه
تورې خاورې یې په سر ځان یې رسوا کړ
همېشه شکر واجب په مومنانو
چې دا هسې پېغمبر یې رب پیشوا کړ
د بهشت جونه یې میل په دیدن کا
چا چې دین د احمد غوره په رضا کړ
د نبي یاران همه جبله افضل دي
صدیق تن تر لمر روشن په صدق لا کړ
د عمر عدل تر مهر لا منیر دی
فرقان جمع په جلال الوالیحی کړ
تن په تن مخالفانو کره ویر شه
چې تر ملا د شوکت سیف مرتضی کړ
هر مضل چې پهلوان و د کفارو
تر ګیاه یې سهل توری ته مولا کړ
له غفوره کله دور که مغفوری کا
چې یې نعت د جبیب هجری امی کړ