

اشرف خان هجري
پکباره د مهرګان لښکر د اور کړ
په وغا یې ځان ګلونو ته حضور کړ
ناسره د قتال هسې شوه بلنده
چې ریاض یې تابنده لکه تنور کړ
افریند واړو ګلو په همت شه
شجاعت یې په ورق د باد مسطور کړ
د ګریز رخصت یې ور نه که قدم ته
په میدان یې د چجمن ثبات ظهور کړ
د قضا سواره حامی د مهرګان وو
نهایت یې د چمن جیش مقهور کړ
ګل د لمر د زرو سپر پسر ولاړ و
ابتدا یې سر و ده له تنه چور کړ
د صد برګ مغفر یې ولواوه له سره
طراوت یې له طره کله مهجور کړ
بس حیاز نبق مانع که له قراره
په عراق یې د چمن سنجر معذور کړ
د تاج سر یې په ګوپال که دړې دړې
دا دی وینو یې عذار د چمن سور کړ
په کشتن یې د نرګس دلیرې نکړه
د تتري په سر یې توی د کسی نور کړ
دا اودی که خسته نه دی له خزانه
چا یې مخ په تماچه لکه سندور کړ
د ګل مرغه مندیل یې کړ په تورو
چې یې تل په زروکه شمله غرور کړ
نور یې ټول د ستم کف که په هر لوري
زر زیور یې د هر ګل له تنه دور کړ
د چمن خاورې یې هسې سیم و زر کړې
ګویا زمکې هویدا د نس ګنجور کړ
بې نوا یې په منقح کړې همه وینې
په ریاض یې دمیده دا جوړ سور کړ
ترکان کله هسې کا په غریبانو
لکه ده چې د ریاض شهر فتور کړ
غمزده فاخته د سروې په خرګاه شوه
دا احوال یې په ژړا ژړا مذکور کړ
په نیوش یې له اواز له ډېره غمه
کسی کشی مخ کنده د باغ طیور کړ
د ماتم غوغا قمریو په سما کړه
سار په قهر کسته تار د تنور کړ
هر یاول ته ممات غوره تر حیات شه
خضر ابری په لمبه د غم مستور کړ
د بلبل احوال به څه وي خبر نه یم
تر خټک یې غم ته څېرمه له سرور کړ
که بهار د عمر زیب کا تر ګلونو
د مرګي خزان یې هم پسې مفطور کړ
هر زنده چې دهر وه زوله عدمه
په غضب یې امل مات زهر یې سور کړ
چا لیده هسې حکیم د خاورو لاندې
چې رها یې څوک د مرګه په شعور کړ
په خاطر یې نو په نو کا پرهارونه
د هجری په کین فلک هجر زنبور کړ