...

اشرف خان هجري

چې له تا نه سلام راغی په بار بار

به زړګي یې ملهم کېښود افګار

له سلام دې پس دا چې څټ مې خوږ دی

دعا کړده زر مې روغ کاندي ستار

له دعا مې کله هیره یو ساعت یې

که په ژبه ملامت کړم صد هزار

په ورمېږ که دې دانه ختلې نه ده

د اشنا بېلتانه کړی دی پرهار

سیه مار کله دې ما په پښو ویده شه

غم یې ستا په څټ که کړی وي ګذار

چې د زړه اور دې و سر و ته روان شه

له هغه تاوه ګردن دې شه بیمار

چې د زړه په سر مې ستا نامه ده لیکه

ګمان مه کړه چې په ځای وي د بل یار

ښایسته په جهان ډېر ګلې ګلې دي

زما زړه شه ستا په مینه ګرفتار

په ما هر زمان اختر دی چې تا وینم

بې دیدنه دې دکن شه راته خار

په راحت کې دروغژن د مینې لاف کا

په سختۍ کې زر تر زره شي ویزار

په اخلاص شه را روانه فکر مه کړه

و همت و ته شي لنډه لویه لار

که مې قدر د اخلاص لرې په زړه کې

بې له ما به وي اغزی درته بهار

تل دې لاف د پت کاوه په خپل وطن کې

دکن څه دی که رښتیا کوې اختیار

تر هندوې کمه مه شه په یارۍ کې

چې په یار پسې داوره نکه ډار

د عاشق په زړه کې ځای د صبر نشي

همه حال مې درته وکېښ په ګفتار

که په ما پسې رانشې و دکن ته

په دروغ دې راته که د مینې شمار

د لیلا غوندې رښتیا وکړه نامي شه

په مجنون پسې وطن کړه هندوبار

غه وعدې که په دروغ چې دې کولې

زه دې نشم تر تا پورې شرمسار

د ژوندونه خبر نه یم چې به څو وي

که اصلي یې دیدنه راکړه په تلوار

چې د عشق سرود دې زور راباندې وکه

تار په تار یې کړ دې ما د صبر هار

په دکن کې ناوې جونه کمې نه دي

که مې زړه په چا کولی لږ قرار

همه رنج راته اسان که یار لیدلی

بې جوړه راته قیامت شه روزګار

چې زه ستا له درده سوزم په دکن کې

ته به څه کړې که وطن دې شي ګلزار

نور همه بلا اسانه چې په تن ده

جدایي مې زړه چیچي لکه ښامار

که په ما پسې و هر څه ته شا نکړې

په لباس دې ګرماوه راته بازار

شپه او ورځ د یار دیدن له خدایه غواړم

د دنیا اسرې همه دي تار په تار

غم رنځور سره اخته د روغو څه دي

چې بې یاره یې نور نه دی څه پکار

د فاني سرایه د باد غوندې ګذر دی

خدای دې نه که په یارۍ کې څوک مکار

که عراقي غوندی په تګ ولاړه نشې

نور دې وشلوه زما د مینې تار

بیلتون دی اور اشرف یې وسو

تر دیدن پورې وه ګوره څه شی کار