...

اشرف خان هجري

یو صورت مې برایه په خوب کې ولید

ما وې کوز له شنه فلکه پاک ملک دی

وې یې کور د هجري کوم دی مسافره

د لیدو شوق یې تېر په زړه مې لک دی

ما وې کوم هجري ته غواړې خبر نه یم

دا جهان د هجري نامو همه ډک دی

وې یې زه هغه هجري غواړم عاقله

چې دبد یې د اشعار بر تر فلک دی

ما وې نن هغه نصیب هسې جای بند کړ

چې نه انس پرې خبر نه جن پرې شک دی

د دنیا میدان یې واړه په ده وغوښت

د فلک پنجه چوګان دی یې پټک دی

شین اسمان توره په کف ورپسې زغلي

په کومک ورسره مل هجر مردک دی

یا مفسد هجر یې نیت لري د وژلو

د ګردون دور د دې کافر کومک دی

د یار حال یې باد راوړی ورپسې ګرځی

مونده نشي په غوښته یې هک و پک دی

نه یې لمر په دیدو وینې نه مهتاب

ګوره چیرته خلوتي د چا په وک دی

د اشعار اسم یې شته دی لیده نشي

خدای زده ځای یې په سما که په سمک دی

چې دا درې څيزه یې نه مومي په دور

میسر یې تا ته ګران تر ځله لک دی

وې یې ذات د هجري کوم اسم یې څه دی

پیروي د چا کوي کوم یې مسلک دی

ما وې هر سړی چې دوست د پاک نبي دی

د بنده هجري تر سترګو مردمک دی

هر ګیدي چې پیروي د احمد نه کا

و هجري ته لا سبک تر یوه کک دی

غلیمان به د نبي صاحب پرې ولم

د لیندې په ژۍ مې جوړ د حق ناوک دی

د ثاني مصرعې په سیر یې اصل ګوره

خټک نن په ښه اشعار له زرو یک دی

د اشرف په نام اشرف شه له پدره

په هجري یې د اشعار نوم مبارک دی

هر دانا به فتوی کا په دا خبره

چې مې شعر د پښتو اب و نمک دی

دا مضمون چا په پښتو ویلی نه دی

کذب نه لري دا دی باور مې کلک دی

وې یې پس له ډېرو ورځو نن خبر شوم

چې هجري یې تخلص اشرف خټک دی