

اشرف خان هجري
نن صباح ملاله ناسته وه په تړه
زرکې دا ارمان کاوه د غره په څړګه
په ژړا یې تورې سترګې هسې سرې وې
همه شپه یې ګویا پټه نه وه سترګه
وې یې څو پښتون په روه وطني شوی
قبیله د اکوړي نامي یې سترګه
بېخ یې نه وه برسیرن لکه سر کړی
په معنا هسې محکم وه لکه غرګه
اکوړي چې زمکه ونیوه په توره
خالي نه وه په هیڅ دور له بزرګه
نن یې ځکه مهابت برکت لاړ شه
چې ګیدړ شه وطني د شېر بدرګه
بې مکانه بانګ یې که وطن یې بایله
خان بروه د خټک وه نحسه چرګه
نحوست حسد د قهر په ملک ساز کړ
په صورت لکه ګُرجی په سیرت ګرګه
مړه زنده همه بدنام کا په وګړي
هجري مه شه له چا پاتې بده پرګه