...

اشرف خان هجري

هر نفس مې ورتېده د عشق په اور کې

امن نه مومم د زړه له هایه هویه

که یو غم یې د شکیب په ښادۍ مړ کړم

بل بتر شي پرې نازل د یار له سویه

نن خرد په دا روش راته ګویا شه

وې یې غوږ زما په قول کړه یک رویه

واله زړه قارې یو نفس در نه کړ

څو جدا یې د زیبا اشنا له رویه

د خسرو تر جوره دی درته بلا شه

سود یې څه دی له دې باده تګ و پویه

ما وې زړه خرد سوال وکړو له تا نه

که معقول حجت لرې جواب یې بویه

وې یې څو د عشق د شاه سره اشنا شوم

نور بری یم د خرد له ګفتګویه

عقل تل په دا روش فضولي کاندي

ګه ما صبر کړې د یار له جُستجویه

هغه یار چې همیشه سره مجلس وه

نن یې واورم مګر نوم د چا له اویه

په ژړا ژړا مې څو کاله قضا کړل

چې ثمر مې حاصل نه کړو له ارزویه

په مژده به دواړه کسی ترې فدا کړم

که یې را که باد ذره د تن له بویه

چې وطن د یار کابل زه په دکن شوم

صبر څرنګ کړم خرده وعظ خویه

د وفا په رتبه هیڅ یم لا تر هیڅه

که مې اوښ یې تیرې و نه کا له جویه

چې حیات بې یاره پایم وفا نه ده

که هر څو یې غم نری کړمه تر مویه

د وصال سحر ته ګورم لیده نشي

شپه د هجر شوه زما تر عمر لویه

غم به څه غوښته اما که اورېده مې

ګهې ژغ د اشنا سګ د یار له کویه

د وصال عمر کوتاه هجر دراز شه

هجري څښه خونِ جګر غمونه ژویه