

اشرف خان هجري
یوه ورځ د باغ په سیر وم وتلی
د چمن په سر دلبره وه ولاړه
د لاله برګ یې تر لبو ډېر کټه وه
په قد هم څه خو نرۍ د ګل تر ناړه
د هوسۍ سترګې یې هیڅ وې تر چشمانو
ورمېږه ته یې څربه د زاڼې غاړه
زړه وې ماه په چمن رب درکړه یواځې
تمنا دې څه لري ورځنې غواړه
ما وې اې د صباحت په سریر ناستې
تر تا ځار شه د دکن دلبرې واړه
د کنار دولت به رانکړې پوهې.م
په مولا دې وه په حُب شه راته کراړه
وې یې مخ په ائینه کړه ږیره ګوره
په دا سن طلب د حب روا یې لواړه
ما وې زه د وخت صنمو ته بهار وم
تا ته نن ولې بتر شوم تر اهاړه
وې یې ورشه د خپل دور جونه ګوره
چې خوبي یې د مخ څرنګ ده ویجاړه
ځنې خاورې د لحد هر چې زنده دی
تش کنډر د خاورو شته مزه یې لاړه
د شباب دم چې قضا شه حیا وکړه
څو به خط د هوس لولې ویې نغاړه
که د خپل دور دلبرو ته شهند وې
نن زما په نظر بې نه یې تر خراړه
هغه تېر عمر به اوس پیره و نه کا
که په ډېره ژړا سپین کړي کسي دواړه
چې دوران دې دور تېر کا د یارانو
نن خوښي کله وفا ده پسې ژاړه
په حسرت یې د تېر دم اوښې چشمې شوې
په دا دود مشدد مه شه تر پهاړه
چې دمله په دا روش ته بوسه غواړې
په پایه د وفا کم یې ټر کراړه
هجري نن توښه کوه فرصت به نه وي
چې د موت فیل دې کیږدي په سر داړه