...

اشرف خان هجري

ما و زړه ته ندا وکړه چې خاطره

تر سقر عذاب د سجن مختصر دی

وې یې سجن کله کم دی له سقره

که عذاب یې تیری نه کا برابر دی

خو نومونه یې عالمو سره بېل کړل

ګڼه سجن جدا نه عینِ سقر دی

یو له کافه تولد شه بل له نونه

هغه جوړ په اخرت دا په دې بر دی

په هغه جهان دوزخ شه د بدانو

ولې غلونو لره سِجن مقرر دی

دوزخ ځکه په کتاب کې سقر یاد شه

چې سرکښو لره روغ د عذاب ګهر دی

هر عذاب چې مقابل شی په دارینو

هم هغه درته سقر چې دې ضرر دی

په دوه ملکه یې حریف د عذاب نشته

مګر هجر د یو جد د بل پدر دی

ما وې دا عذاب چې نن په ما نازل شه

په ځان ایښې هم د چا چرخ اخضر دی

وې یې ذوق کا جهودار منې واړه

خو له تا سره په جنګ شام و سحر دی

دا شدت چې نن له تا سره سما کا

نه نصیب د رافضي نه د کافر دی

ما وې زه مګر بتر یم تر همه و

چې له ما نه فلک هسې مُکدر دی

وې یې دی چې رب پیدا کړو له ازله

همېشه له فرزانه سره به شر دی

د جهان تر بدو ته ورته بتر یې

چې دې شعر زړه وکاږي سحرګر دی

د خبرو په میدان له حریفانو

ګوی دې وړې د خوبۍ په دا هنر دی

فرزانه یې له ګردشه تل خسته وي

پرورش یې هغه کا چې ګیډی خر دی

که باور دې په دانه راته سامع شه

یو مثل به درته وایم معتبر دی

د شک څټ به د یقین په توره غوڅ کړې

مثابل په بینه بلکې محضر دی

ته په دا روشن ضمیر عذا د زهر

باري ځکه خوري شکر چې ګونِ خر دی

ته د خټو ښځه غواړې مودنه نشي

برِعور یې ټولوي په دور سر دی

د خپل مخ لایقه نه ویني په روه کې

په کانیو یې د هند کړی نظر دی

خرامان به یې صبا په سینه ګرځم

که نن دور د ګردون په ما احقر دی

د نیکۍ جزا نیکي د بدو بد وي

ناعلاج به هغه ریبي چې دې کر دی

طولاني شه حقیقت قصه کوتاهه

دانا وايي سل خبرې یو یې سر دی

د ګردون شکرې وخوړې خرانو

د عاقل همېشه قوت خونِ جګر دی

په قیامت د هجري لاس د ده ګریوان

نن دې کا فلک ناسازې لاس یې بر دی