

اشرف خان هجري
یوه ورځ له ورځو نه زه عقل مخاطب کړم
سوال یې کړو له ما نه په لذت لکه مصري
وې یې په ویلو د بلبل د سر افسره
قول به زه وایم جواب وکړه باوري
نن په ملک د نظم خسرو ته یې د همه وو
کا اګر چه نور هم په دا دور شاعري
فکر د معدن یې ذاتي دُر لرې په نس کې
زبان دې وکاږي اې د دهر جوهري
ګوته مې په لب کړه ما وې زه خاقاني نه یم
چې ختمه کړم په تن د زمانې سخنوري
ذات د پښتانه بعد و پس دی تر لکونو
نه به وي په وطن چې له ما وکا همسري
وې یې خاقاني انوري سر د سرو په ژبه
ته یې خاقاني د پښتنو هم انوري
رتبه دې د ویلو بالايي کا تر فلکه
مه یې کړه خالق د بدو سترګو نظري
شعر دې په تله د حق وزن کا تر نورو
که شعر د مرزا یې په ویل شي سرباري
شعر دې ته وایي لکه راغله له وطنه
څو شیرین غزله تخالص سکندري
یا یې قلندر کا د دکن په لویه زمکه
لا یې کا په روه بنده د رب پشاوري
دا څه شعر نه دی چې یې ته کوې خټکه
دې ته فرزانه وايی حلاله ساحري
ما وې تل په دور رتبه دان د خلقو ته یې
ځکه کړې بهبود ته د وګړي رهبري
ښه ولد تر تا د عدم مور تولد نه کړ
قول مې بېشکه له ریا دی مبري
ته یې چې محق په دم جدا کړې له مبطله
تا غوندې څوک نه کا حق د عدل پروري
ستا په ائینه کې د هر شي مثل جلوه کا
ځکه کړې دا هسې بې نقصانه داوري
په دا عهد که وي د زمانې له شاعرانو
چې کا زما له شعره په حسد برابري
مثال یې په څه بویه نه دې کا پاکه ګوهره
چې کاندي په دروغ قصه باطله سرسري
وې یې د موسی معجزه نشي بې رونقه
نسبت که یې یا وکه په افسون د سامري
ناوې د خبرو چې ته جوړه په زیور کړې
ځای لرې بېشکه که دې واف کا نوکري
هر زیور د حسن چې لازم دی د ویلو
تم شه ستا په شعر په وحدت د تنګري
حال مې تجربه کړو یو په یو د زمانیو
واړه قابوچي په دغا کا لابه ګري
نه په قول اړ نه یې باور په ویل بویه
په شا همه ګرګان دي په مخ کا برادري
ما چې مکر ولید د غرض له پسرانو
کله بازیګر کا په دا شان مزوري
باطل هسې د حق په لباس بل ته ملا کا
چې نه کا ساحران دا هسې سحر ګُستري
دا څه وفا نه ده چې ابنا یې د زمن کا
په ښه لاف د خلت په بده وکا منکري
نوم د وفا شته اثر یې نه وینم په دور
خلق د جهان دی همه ټګ قندهاري
په دا غزا ویلو افتخار کوې خټکه
فخر دې حقاً بې ځایه نه دی ځای لري
ناز به یې په در کې په دا دور که زنده وي
په دا سحر حلال چې نن یې کا بنده هجري