فرید باراني
لوی تصویر
وړوکې هېنداره
( د مور ویر )
شاعر : پرتو نادري
مور مې د ښایست له ښېرازې قبیلې څخه وه
د جنتیانو په ژبه یې خبرې کولې
او د اېمان ورېښمین څادر به یې هم تل په سر و
زړه یې د خدای عرش ته پاتې کېده
چې د هغه د حقیقت په څېر لوی و
او ما د خدای غږ، د هغې له زړه اورېده
پرته له دې چې لا څوک وپوهېږي
خدای زموږ په کور کې و
پرته له دې چې لا څوک وپوهېږي
لمر به زما د مورکۍ
د غږ له شرق نه پاڅېده
مور مې د ښایست له ښېرازې قبیلې څخه وه
مور مې
چې کله زما په لور راتله
د دواړو پلونو په واړه چاپ کې به یې
یوه وړه کړکۍ تر سترګو شوله
چې ما د دې وړې کړکۍ له خوا نه
د یوه ښېراز جنت باغونه لیدل
او د خپل ژوند د نیکمرغۍ مڼه مې
د همدې باغ له لوړو څانګو شکوه
مور مې د ښایست له ښېرازه قبیلې څخه وه
او د اېمان ورېښمین څادر به یې هم تل په سر و
تندی به یې
د خدای د مینه ناکې سندرې مطلعې ته پاتې کېده
چې ما به هره ورځ
د عاطفې په ژبه زمزمه کاوه راسره
او بیا به هغه شېبه
له خپل ډاډه اېمان نه وپوهېدم
چې
د خدای شعر څه مانا؟
مور مې د ښایست له ښېرازې قبیلې څخه وه
او د جنت د خلکو
په خوږې ژبې یې خبرې کړلې
او تحمل یې
سپینه کوتره وه
چې هر سهار یې
خپل مینه ناک وزرونه
د جنت په تر ټولو زولالو اوبو پرېمنځل
لکه قاصد به د قران له محلونو راتله
او
د خدای پیغام به یې زما مور ته وایه
مور مې د ښایست له ښېرازې قبیلې څخه وه
د نسب شجره یې هغه تاریخ لري
چې تنها د لمر په حافظه کې یې موندلی شو
او زه له لمر نه پوه یم
کله چې زما مور پیدا شوه
پلار یې د فقر په جذامخانو کې
د خپل سپېداره قامت سقوط ته
د سوګ څراغ بلاوه
او زه له لمر نه پوه یم
چې مور مې ټول عمر
د تقدس او د اېمان په ګوتو
بس د یوې موسکا په هڅو پسې
د خپل ژوندون د کتاب پاڼې اړولې په لاس
اما افسوس
چې د ژوندون تر ورستنیو شېبو
په دې ونه توانېده
چې د موسکا تازه او ښاد مفهوم
په حافظه وسپاري
مور مې له ژړا سره روږدې وه
او د ژړا له مصدر نه به یې
زرګونه نورې مشتق شوې کلمې جوړوې
زما مور په زرو ژبو
د ژړا تریخ مفهوم
د خپلو سترګو و تاریکې حافظې ته سپاره
او زما د مور سترګو
- د خدای د تجلی هېندارو -
ښه حافظه درلوده
مور مې له پسرلي بېګانه وه
او ژوند یې د یوې لارې د مېږي غوندې و
چې د ناخوالو د عظیمو سترو کندو څخه ورو تېرېږي
او په څلورو موسمونو کې به یې
د اهانت او کنځلو تورې تیارې ورېځې
پرې ورېدې او زما مور به هره ورځ
په هغه ځای کې
د بدبختۍ لمن لمن خټې په لاس ټولوې
مور مې د صبر تیږه وه
پلار به مې
د خپلو وړو اندېښنو
وړې کښتۍ ته بادبان خوراوه
او دخپل قهر په سره رود به یې ځغلاوه
مور به مې د صبر ساحل ته پناه وړه
او خپلې اوښکې به یې
د خپل څادر په څنډو پاکې کړلې
او د خپل خدای سره یې
د خپلو اوښکو نه پیوند تاړه
پلار مې عجیب سړی و
د خپل غرور لونګۍ چې به یې وتړله
به لمر به یې
د یوې سپینې کوترې ګمان کاوه
چې یې له لوړو اوږو څخه پرواز کوي
او ګمان یې کاوه
چې کولای شي
زما د مور لپاره دغه روښنایي ووېشي
او فکر یې کاوه چې میاشته
یوې رنګینې مهرې ته پاتې کېږي
چې کولی یې شي
د خپل اس په جګې غاړې یې راوځړوي
پلار مې عجیب سړی و
پلار به مې کله چې حضور ته غوښتم
ما به ناورین په خپلو پلو کې کاته
او خبرې به مې
ترهېدلو مرغیو ته ورته وې
چې زما د ذهن له خزان وهلي بڼ نه به یې
کوچ کولو
او وېره هغه خیرنو کالو ته ورته وه
چې زما اصلي څېره به یې له ما اخیسته
پلار به مې کله چې حضور ته غوښتم
د تکلم وینه به
زما د ژبې په رګو کې له خوځښت او حرکت پاتې شوه
هغه شېبه به زما د مور زړه
یوه روښانه بلور ته ورته و
چې د تورتم د درې عمق ته به ور ولوېده
او
مور به مې خپله ویراني د اضطراب او ویرې
په ایینو کې کته
او بس د پېښې انتظار به وه
پلار مې عجیب سړی و
کله به یې
چې غرور پټکی په سر وتاړه
زموږد کور د څلورو دېوالونو خوا کې
به د هغه
یوه وړه امپراطوري جوړه شوه
او په قمچینه به یې وار کاوه
ها ازادي چې زه وم
او هغه ژوند چې زما مور نومېده
ده په ځنځیر تړله
زما د مور اروا دې تل ښاده وي
له دې سره سره یې بیا هم د خدای شکر کاوه
او د هغه په حق کې تل به یې همدا ویل
خدای دې یې سیوری زموږ له سره څخه نه کموي
د شعر تاریخ : ۱۳۶۸ لمریز کال
د ژباړې تاریخ: ۱۳۹۱ لمریز کال