فرید باراني
مڼه
شاعره: فروغ فرخزاد ژباړن: باراني
د دېوال څنډې ته ولاړه وم، موسکۍ شوم درته
زه پوهېدم چې
تا په څومره وېره
د همسایه له باغ سېب غلا کړ
په ډېره بیړه زما پلار تا پسې منډې کړلې
خو ته لا نه پوهېدې
د ګاونډي د باغ باغوان
زما سپین ږیری پلار و
د دېوال څنډې ته ولاړه وم، موسکۍ شوم درته
مخکې له دې چې ستا د مینې ځواب
ستا ښکلي زړه ته په خلاص درکړم
راته نږدې شوې
سېب دې ماته راکړ
زما د پلار وېره له ورایه راڅرګنده شوله ستا په سترګو
او ستا د سترګو وېرې
زما لاسونه په لړزه راوستل
ستا په خولګۍ کپ وهل شوی ښکلی سېب رانه په ځمکه ولوېد
زړه مې وې پرېیږده نور
ځکه چې زړه مې دا هر ګز نه غوښتل
چې ستا له اوښکو نه د ډکو سترګو
تریوه غرېوناکه ژړا
زما د غمجنې حافظې د درد مضمون وګرځي
ما درنه مخ واړاوه
او درنه وکوچېدم
زه پوهېدم
چې زما موسکا
او ستا د منډو تلوسې
د يوې سپېڅلې مینې رنګ نیولی
دا دي کلونه تېر شول
خو لا تر اوسه
ستا د ښکلو سترګو
د بغض د وېرې د حیرت کاته
ارام ارام زما ماغزه ځوروي
او زه لا تر اوسه پورې
بس په همدې جمله کې فکر کوم
چې خدایه څه به کېدو
که زموږ د کور د ګاونډي باغچې مڼې نه کړلای