فرید باراني
د ژوند قاموس
د خلکو زړونه ډک دي
ځمکه ځای نه راکوي
د رهبریت مېخ طویلي نیمی له ځمکې وتي
نیمی په ځمکه پاتې
او ستړی مرګ لکه دښمن
اوس د څېرو په لوري مخ کړې
خلک په وېره کې دي
اوستنې زنګ وهلې
د خوشالۍ په نوم لغت
زموږد ژوند له قاموسونو څخه
زموږه اوښکو پاک کړ
اوس زموږ هیله دا ده
چې د خپل ال خپلو بچو سره ژوندي پاتې شو
لوږه مهمه نه ده
د حوېلۍ په دروازې ډارېږو
د خلکو زړونه ډک دي
او د خپل نفس او عزت د خوندیتوب لپاره
وینې ژاړي