...

فرید باراني

غزل

ماشومتوب ښه و، د دردونو ارزاني خو نه وه

د څیز ژړا وه څه خبره د زړګي خو نه وه

که هر څو ژوند په بې مفهومه انزوا کې پروت و

د سړو اوښکو د درشل غمګساري خو نه وه

هر څه د رنګ په نوم راتلل هر څه د رنګ په نوم تلل

د يوه بې ساه تصوير د عشق بت پرستي خو نه وه

ورځ ستا د حسن له ووړيا کتو په ځان ډاډه وه

ستا د کتو د انجماد سړه نېستي خو نه وه

ژوند بس په خوب او ويښو سترګو چا وېشلی ولو؟

شپه مې پوره وه څه په غم کې نيمايي خو نه وه