فرید باراني
بس هغه ورځ به درنه لرې نه وي
درد مې خولې وکړې
تبه لرم
زړه مې رنځور دی
طبیبان ترینه عاجز پاتې شول
او ته هماغسې نن هم لکه پرون
په بې احساسو پښو
د ورځې زر ځله په ښار کې قدمونه وهې
د ورځې یو ځلې هم
زموږ د کور په کوڅه نه تېرېږې
دا چې پرون زما او ستا په مینځ کې څه تېر شوي
دا دې یوې خوا ته وي
انسانیت څه شولو
د انس مانا دې هم له یاده وتې
ګاونډي توب دې خلک تا نه زده کړي
بس هغه ورځ به درنه لرې نه وي
چې دې وړوکی ورور
نارې کړي درته
خورې!
نوښت د زړه د درد له ناروغۍ نه مړ شو
هلته به بیا یوه یوه درته یادېږي
په خیالاتو کې زما د زړه د درد خبرې