فرید باراني
د لمر ساړه هډونه
ته رانه ځې
او زما ټوله فلسفه د کاېناتو په ساړه وجود کې کنګل نیسي
د بخارۍ نه مې ساړه څڅېږي
او هر څه هر څه خپل ارام ورکوي
هم حرکت، هم سکون
هم زما ړنګ تحمل
چې مخامخ راته کیني
راسره شپې تېروي
راته ډوډوۍ پخوي
د فلسفې مې کتابونه لولي
او بیا زما څخه پوښتنې کوي
د مخ وېښتنان مې خرېیي
او د قهوې ګیلاس مې مخې ته ږدي
ته رانه ځې
او په پخلي باندې مې
د دنیا اور او اوبه
ټولې کاسې او حتی ټول دېګونه
کټ کټ خندا کوي، ملنډې وهي
ته رانه ځې
او دبڅرو حرکت درېږي
ځمکه درېږي او د لمر ساړه هډونه له یخنۍ نه رېږدي
ستورو کې مرګ پېښېږي
د کهکشان سړو رګونو کې تلپاتې سکون لاره کوي
ته رانه ځې
زما بړستنه په خپل درد تاوېږي
کوټه مې تبه نیسي
ته رانه ځې
د دنیا ټول ډاکتران
خپل کتابونه بیا له سره لولي
ګاونډيتوب دې خلک تا نه زده کړي
بس هغه ورځ به درنه لرې نه وي
چې دې وړوکی ورور
نارې کړي درته
خورې!
نوښت د زړه د درد له ناروغۍ نه مړ شو
هلته به بیا یوه یوه درته یادېږي په خیالاتو کې
زما د زړه د درد خبرې
رانه خپه شولې
رانه خپه شولې
چوڼډارې دې کړم
د سر وېښتان دې راته کش کړه
درته و مې خندل
په دواړو لاسو دې په غاښ کړم
څه مې ونه ویل
لاړې کوټې څخه بهره شولې
چپ کېناستم
بېرته چې راغلې د سلام پر ځای دې
بیا دواړې شونډې راته بوڅې کړلې
د شاعر پام شو درته
هغه د خپلې کتابچې په پاڼه ولیکله
نن د یو چا وړه لورکۍ
له خپل بابا خپه ده