...

فرید باراني

کله د پاڼې په څېر

د ژوند له ونې ځنې ورژيږي

او کله کله دې د روح په پوست کې

د کايناتو ستوماني ختمه شي

ته ځان ته ګورې او د خپلو ستړو شو پښو

لاندې دانه دانه شې

په ګڼه ګوڼه کې تنها غوندې شې

او د (الفت) د تفاوت او بې رخۍ جبر دې

د سګريټ دود شي، له سينې نه ووځي

يواځېتوب دې وخوري

او ته په خپلو خاطراتو کې يو څه ور زيات کړې

د دې سفر نوستالوژي زموږ په مرګ ختميږي