...

فرید باراني

نه فلسفه

نه مې فزيک

نه مې قرآن

نه مې قيلون

نه مې تر ټولو ښه شعر...!

په دې دنیا کې خو کباب شومه نور

ياد دې د ستړې مسافرې دنيا

د اوږدې لارې ترانې ته ورته

او ته پّ دې دښته کې

د انځر ګل شې، څوک دې نشي ليدای

دا جهان چا ته پرېږدې؟

دا لمر به کله په دنيا پرېوځي؟

اوومه ورځ څومره اوږده شوه،

ولې نه خلاصيږي؟