فرید باراني
زړه مې خپګان نيولی
خدای خبر چېرته يط وړي
دا مړاوی روح به مې آخر ووژني
په دې تنها دنيا کې
د واټنونو په ساړه ذهن کې
ما د بېخوبه بې څښتنو سپيو مرګ لیدلی
ما ناهيلې روزلې
ما د دې سترو بېدياګانو خاموشي ده څښلې
ما هديرې
ما د تيارو او وېرو کندې په لاسو کيندلې
له تنهايي وېرېږم
ما ته زما د پردو شوو پلونو لار وښایاست
غواړم له خپلو بلاربو شوو اندېښنو وتښم