...

فرید باراني

د بې خودۍ د رڼا ګانو سپین اطلس مې واغوست

عشق مې له سترګو څاڅي

اود جنت خوږې ویالې مې له سینې بهيږي

زړه مې د غرونو ننګ دی

چا رانه وړی چې جهان ته پرې خپل مخ وښایي

او د خورو زلفو تمکین صحیح کړي

زه د جانان په کلمه کې اوبدل شوی درد یم

چې پریښتو مې نبوت لره سجده کړې ده

خدای مې تر زړه حایل دی

او ما د عشق د رڼاګانو سپین اطلس اغوستی