

اشرف خان هجري
د هجران له دوکه څه وایم و چا ته
پرې یې نه یښ د فریاد طاقت و ما ته
هر ستم چې په ما کا همه روا دی
خو یو ځل دې مسته وه درې مخ را ته
سره کونډې یې په مړوند عجب نمايي کا
هرګز مه شه په افت د ګردون ما ته
دلسوزي مې په حال ډېره کړې طبیبه
وايي خلاص به په علاج شي له افاته
د بدن رنځوري پېژني بې شکه
د زړه درد برهنه کله وي و تا ته
زه خټک هرګز رضا په پردیس نه یم
د یار مینې کړم جدا له قراباته
د هجري غم به بدل په خرمۍ شي
که څوک راوړي کره مۍ له خراباته