...

فرید باراني

مخ دې د یخ شمال لرونکي ګهیځ

د شبنمونو ګل دی

قامت دې پل دی

مینان د نور د سترو بلادونو سرکشۍ ته بیایي

ولې مې زړه کې د مستیو کشالې وباسې

ولې مې یو ځل په بسط کې زبېښې

بیا مې د شوق د نور په سپین طوفان کې

د ملکوت په فناخېزه حادثه کې وژنې

بیا مې په خپلو لاسو

راټولوې په ګوتو

او بیا مې وړې د دې جهان د شهادت پولو ته

اصلا زه ستا په کارو نه پوهېږم

او نه د روم د مولانا د قبض د رنج غوږ تاوولو ته ایمان لرمه

زما رندي خوښه ده

زما د خپلو تودو اوښکو په تسلیم کې اب بازي خوښه ده

زما د عشق کره دوستي خوښه ده

هغه شراب چې تویوم یې په هوښیار حالت کې

نڅا او ستا رایادول مې په مستي خوښه ده