فرید باراني
عشق دې له زړه څومره چالاکه تېر شو
اور و د وهم له خاشاکه تېر شو
زړه د بایلو لپاره لار څارله
درد له تسلیمه عبرتناکه تېر شو
د پسرلي په تارد پرخو امېل
زما د ذهن له تاریاکه تېر شو
د ښکلي مخ فریاد دې چا ته یوسم
د سینې سوز مې تر افلاکه تېر شو
د زړه د دو خښتو بې واکه قامت
د رڼاګانو له رواکه تېر شو
شک د عالم په موټ کې نه ځایېده
څه بې پوښتنې له ادراکه تېر شو