فرید باراني
بهار
بهار په ونو راغی
ځمکه د لمر له غیږې حمل نیسي
ګلان غوړیږي، نوی ژوند له پاسه ساه اخلي
یواځې زه یم
چې په شونډو مې دا ستا د سترګو
د ښکلولو بېګانه بادونه نه رادرومي
چې ستا په زړه کې به راګرځم کنه؟...!
اوس هم هماغسې یم
زړه مې د دواړو نړیوالو جګړو سوړ میدان دی
ماته څېره مې سونامي ته ورته
لا مې د خدای له هوساینې سره جوړه نه ده
بهار په ونو راغی
ځمکه د لمر له غېږې حمل نیسي
ستا انځورونه لا زما د تراخه ژوند په جریان نه پوهیږي
او زما دواړه سترګې
ستا د وجود تر پخو غړو پورې نه خلاصیږي
زما د سرو سترګو شهوت مات کړ
تاته د سرو وینو خوشه چا په لاسو درکړه
ته باد ته ګوره چې نور مې پټولی نه شي
لکه آدم او حوآ
د یو او بل بربنډو غړو ته حیرت وړي یو
لا نږدې کیږو سره
او لا ورکیږو د یو بل د ضرورت تر ښاره