فرید باراني
ته د اېزد د ښکلاګانو له سپېڅلي کوره
لکه وړه ماشومه
په یو ناڅاپه غوندې
زما د قسمت د ارادو په بام راوختلې
ښه مې په یاد دي
ما نور په خپلو غړو
واک او اختیار نه درلود
ځکه چې روح مې له وجوده څخه
له دې قضیې نه مخکې
چې
ته د اېزد د ښکلاګانو له سپېڅلي کوره ووتلې
په نامعلومه سفر کډه وکړه
خو ته تر اوسه لا خبره نه یې
۱۳۸۹/ ۲/ ۳