فرید باراني
زما ملګرې زمانه
زما د رنګ او لېونتوب څخه پوښتنه کوي
زه ورته څه ووایم
زمانه زما ملګرې
زما د رڼو سترګو خوب څخه پوښتنه کوي
زه ورته څه ووایم
زما او ستا خبرې خو زما او ستا سره دي
زما او ستا د مینې
اضطرابي خوبونه
خو ما او تا لیدلي
اوس خو د دې ښار په واټنونو کې همدا کیسې دي
هغه پلانیان پېژنې
ما مې ظاهره څېره ټوله بدله کړله
ګوندې چې خلک مې و نه پېژني
خو ما هم واورېدل
چا رانه وپوښتل
هغه پلانیان پېژنې؟
۱۳۸۹/ ۳/ ۲۳ جلال اباد