...

اشرف خان هجري

عمارت د بیجاپور واړه عالي دی

ولې ما سره نزدې یوه ماڼۍ ده

هومره هسکه ده له زمکې ته به وایې

په ګردون یې پیوسته لویه څړۍ ده

پاس په سر چې یې رسد د هیچا نشته

په ویل زړه غوڅوي خور د قمرۍ ده

د قمرۍ اواز مې هم دی اورېدلی

ولې ډېره ترې بهتره کشرۍ ده

پرنده به یې له حسنه سیالي نه کا

تر تارو په لقا ښه هم تر سیسۍ ده

لطافت یې د اواز په څه نسبت کړم

چې تر زاڼې یې وینا ډېره نرۍ ده

د هیڅ ساز زیر یې مخې د اواز نه دی

د سرنا تر ژغ هم تېره په خوبۍ ده

زه په نیت د ختو پاڅېدم کتل مې

چې په کوم لوري یې ایښی په هورۍ ده

زړه وې دا ژغ د هغې بلبلې نه دی

هغه پروته د لحد په تاریکۍ ده

هجري مرګ بېولی کله اواز کاندي

د بلبلې اواز نه دا سرکوزۍ ده