فرید باراني
ستا هغه تېر یادونه
زه هره شپه وروسته له دولسو نه
چې د غمونو په کټ پرېوزمه
هغه کلونه شنې شېبې چې ته له ما سره وې
هغه یادونه رابرسېره کړم
ټول له ذهن نه راواړم مرور یې کړمه
ګوندې سبا ته امتحان لرمه
وروسته مې ستا په یاد کې خوب یوسي له ځانه سره
اوس له کلونو وروسته
ستا هغه تېر یادونه
زما د شپې د تنهایي سره واده کړی دی
نور به زما د زړه د ارامۍ لمحې
او ستا هغه تېر یادونه
په خپل ژوندون کې سره نه بېلېږي
۱۳۸۹/ ۳/ ۲۲ جلال اباد