فرید باراني
خدایه غوښتنه لرم
دا کوم یو روح چې دې راکړی راته
دا به راټول کړمه
او یو څو ورځې به یې
پرېږدم د روح د لښکرونو لورته
چې بیا له سره لږ سپین شي
او زړه یې پاک شي
تر څو زما د زړه غوښتنې پرېشانه نه کړي
تر څو په دې بې کسه ژوند کې ناهیلي رانه وړي
۱۳۸۹/ ۴/ ۷