فرید باراني
زما د زړه دروازه وان
د دې جهان له انسانانو څخه
له پیغمبر له مور او پلار نه وروسته
تاته د زړه په تل کې ځای درکړی
زما د روح زما د زړه ملګریه
نن خو به ته له دغه ښاره لاړ شې
نن خو به ستا ظاهري جسم زما له سترګو څخه
پټ غوندې شي
نن خو به ستا له تللو وروسته
ستا خندا خبرې
زما په ذهن کې خالي یو تصور غوندې وي
خو زما د زړه دروازه وان
چې زه یې مینه بولم
زما د زړه پنځمه خونه ستا په نوم لیکلې
زما د روح زما د زړه ملګریه
ته خو به لاړ شې خو یادونه به دې
د یو تل پاتې درد په څېر زما په زړه پورې شي
ته د تل پاتې درد مانا باندې ډېر ښه پوهېږې
زما د روح زما د زړه ملګریه
زه دې د تلو په اړه
کوم اعتراض نه لرم
ته خو به لاړ شې له دې ښاره څخه
خو
ماته به ډېر یادېږې
ستا ملګرتوب خو زما د زړه په مرمرینه کړکۍ
د حقیقت په قلم
په ښایسته زرینو وړانګو داسې ولیکل شو
« مامې د رړه پینځمه خونه ستا په نوم لیکلې
ته نور بې غمه اوسه
زه مې د زړه پنځمې خونې ته
هېڅوک نه پرېږدم »
زما د روح زما د زړه ملګریه
نور دې په خدای سپارمه
که ستا ملګري کومه سهوه اشتباه کړې وي
تا نه بښنه غواړم
۱۳۸۹/ ۳/ ۲۹