فرید باراني
زما د ژوند خوږې کیسې دي تللې تللې
خدایه هر څه ورپسې دي تللې تللې
اوس ټول کلی راته وایي نور یې پرېږده
د راتلو دې اوازې دي تللې تللې
وایم نه راځي ساحل ته یاران ولې
د طوفان پسې څپې دي تللې تللې
نیت یې تور خبرې تورې د دې خلکو
په غوږو کې یې پختې دي تللې تللې
خدای خبر چې بیا په دغه لاره راشي
اوس کلونه ورځې شپې دي تللې تللې
تا خو خپله راته ویلې چې زه ستا یم
اوس له تاسره وعدې دي تللې تللې
راشه بیا لکه ماشوم درته سر کېږدم
ستا کیسې څومره خوږې دي تللې تللې
اوس نوښت په بې نوښته سرنوشت کې
له شعرونو یې اسرې دي تللې تللې
۱۳۸۹/ ۴/ ۱