

اشرف خان هجري
ما وې عشق دې زما زړه زېر و زبر کړ
مستي څه خو مخ ښکاره کړه و کتو ته
وې یې څو په ما مئین یې حال ظاهر کړه
شاید ورسې عاشقه و ارزو ته
ما وې هومره و کتو ته منتظر یم
چې به نه وي هیڅ ملا د چا و مړو ته
وې یې دا دې څه مذکرو وکړو نادانه
هرګز نه وایي دا هسې څوک و ښو ته
ته چې دا خبرې وایې بې دریغه
ځان دې زوړ کړو د شیخانو و درو ته
ما وې زه یې پرده لرې کړم له مخه
چې دا حال دې برهنه شي و دیدو ته
ملایان راضي د هیچا په مرګ نه دي
ولې زړه یې حرص کا غوښو خوړو ته
دا مذکور د خټک یاد لره دلبره
تر شکرو ډېر لذت بښي و زړو ته
ادم خان هسې عاشق په درخو نه وه
نه قطب هسې خواهش کړ و نازو ته
لکه څو څیزه مئین دی په څو څيزه
شب و روز یې تر صد کا و کتو ته
بویه دومره عشق د نل په دمن نه وه
چې خواهش لري ملا د شل خوړو ته
بل وامق په ګور کې غوږ نیسي په ګوتو
د شیخانو حب چې وینې شکرانو ته
بل پنو هومره مشتاق د سسي نه وه
لکه ډم سړی چې مینه کا غوښتو ته
بل نصیب هومره حرص د هیچا مه شه
څو یې کا ملک د کلي نوالو ته
د غریب وینو ته هسې کوشش کاندي
چې ګرګ نه کا دا جدل د چارمو ته
د همسایه په غوښو هسې مسرت کا
ګویا مژک شه میسر تورې پیشو ته
هجري مخ یې د باور په سترګو ګوره
حیراني کاندي صنمه ستا قصو ته