فرید باراني
لکه پرون که بیا بې کوره شولو
که بیا بې پلاره او بې موره شولو
که بیا د ژمي هیبت واخیستلو
یخو دښتو کې بې اوره شولو
که نوی نسل بیا یتیم پاتې شو
که بې سواده او بې تعلیم پاتې شو
که بیا مو سترګې له اوبو ډکې شوې
او دا کوڅې بیا له پردو ډکې شوې
که بیا د عقل په کوډله باندې
د ځانځانۍ څپې محدوده شوله
که بیا دا ښکلې د عدن ښاپېرۍ
تېره له سر او له وجوده شوله
موږ په ابتر او لېونیان یو قسم
د یوویشتم قرن ساده ګان یو قسم
۱۳۸۸/ ۴/ ۶