فرید باراني
ما برايي ستوري په خوب ولیدل
پاس له شینکي اسمان نه ښکته په ځلانده غوندې
زما پر خوا کوزېدل
چې کوزېدل ځلېدل
زه ومه ستوري ول توره تروږمۍ وه او خدای
زما په ژوند د دغه خوب خوښي حسابه شوله
ورو ورو مې ستورو ته کتل زړه مې ټوپونه وهل
که څه ټول عمر زما خوارې اوښکې
د غم پټي اوبول
او په تلوار مې لمن پرانیستله
دغه ځلانده اسماني ستورو ته
چې یو ناڅاپه غوندې
له دې نایابه یاقوتي خوبه مې
خوارې ځپلې سترګې ویښې شولې
هیلې مې لاړې په هوا پورته شوې
او
اوښکې مې ښکته په لمن لوېدې
هلته زه وپوهېدم
ستوري زما د ژوندون هیلې ولې
له ما نه لرې په څو واره لرې
چې لاس هم نه ور رسي
دا امیدونه د ژوند
ټوله همدا رنګه دي
زړه ته نږدې خو په عمل لرې
موږ په همدغه امید
ګوره په دې نړۍ کې ژوند تېرو
۱۳۸۸/ ۵/ ۱۲