...

فرید باراني

په سرنوشت مې ظالم یار ملنډې ووهلې

بیا ورپسې یې انتظار ملنډې ووهلې

چې د بې صبره ماشومتوب په دام یې پرېوتلم

زما یې د عمر په بهار ملنډې ووهلې

هره هجره مې فریادو له لاسه ستړې شوله

لکه منصور باندې چې دار ملنډې ووهلې

زما د ژوند په دغه پاکه او شفافه څېره

د تورو زلفو څوکیدار ملنډې ووهلې

په مخ د ځمکې مې د خولې نه د چا وانه ورېده

چې زما یار نن په اغیار ملنډې ووهلې

ژر شه ناصحه راته ووایه چې څه به وشي

که خدای د ښکلو په بازار ملنډې ووهلې

د زلیخا د جنون دهر یې له یاده وتی

پرې د یوسف ښکلي رخسار ملنډې ووهلې

د ښکلو دور پاک سوچه د بربریت دور دی

هلته زامنو باندې پلار ملنډې ووهلې

پاڅون د مینې او ژوند فراق خوړلې کوپړۍ

د غورځنګي فرید په کار ملنډې ووهلې

۱۳۸۸/ ۳/ ۷ هرات