فرید باراني
مه کوئ عالمه مینه مه کوئ
تاسې په دې غرونو باندې څه کوئ
دلته فریبونه سرابونه دي
لوړې دي ژورې دي کندونه دي
څوک چې په دې لاره باندې تللي دي
چا هغه لیدلي چې راغلي دي
مینه د خوبانو په لاسو کې ده
کلکه یې تړلې په دامو کې ده
پام کوئ چې دا د ماشوم قام دی
هر څه یې د لوبو سر انجام دی
۱۳۸۸/ ۳/ ۸ هرات