فرید باراني
زړه مې راته وایي چې تلوار وکه
څه ګورې جادو په انتظار وکه
ولاړه شه د خوبانو شاه ووایه
دا د مسیحانو شاه ه ووایه
موږه له ژوندونه لاس په سر ګرځو
ځینې لېوني ځینې ابتر ګرځو
رابه شي ژوندون به داسې راشي
مینه به له ورایه هوویلا شي
و به مو سځي زموږ د لمر مینه
زموږه د ښکلا د پېغمبر مینه
بیا به ګوتې غوڅې په چړو کړي
غم ته به لمانځنه په کلو کړي
چپ به شي تسلیم به شي واړه به شي
زموږه په اختیار لکه خواړه به شي
لږ مو ګرېوانونو ته سر ټیټ کړیه
لږ زموږ په لوري نظر ټيټ کړیه
مینه له یوه جهته نه کېږي
ژوند له خوشالي نه پرته نه کېږي
خیر که دا ستا راسره جنګ دی
اور ته دې نیولی زما غورځنګ دی
۱۳۸۸/ ۳/ ۷ هرات