فرید باراني
غزل
زه مې د ځان او د جانان په اړه څه ولیکم
د تېرې مینې د داستان په اړه څه ولیکم
تر دې مهاله مې ګرېوان ته تڼۍ ونه لیده
د دې شلېدلي لوند ګرېوان په اړه څه ولیکم
ټوله ایمان او عقیده مې دې مسیح ته وله
نور د باور او د ایمان په اړه څه ولیکم
لومړی دیدن مې د ژوندون وروستي دیدن شو قسم
چپ شه زړګیه د جانان په اړه څه ولیکم
که محتسب د یار د مینې په تور ونیولم
زه د کافر او مسلمان په اړه څه ولیکم
غمونه غرونه صبر ټکی شو په ژوند کې زما
د دې ویجاړ افغانستان په اړه څه ولیکم
زاهده یاره! لومړی ځل دی چې شراب مې څښلي
د ښو خاوند اود نادان په اړه څه ولیکم
ظالم صیاد د امیدونو په ټټر وویشتم
نور نو د هیلو او ارمان په اړه څه ولیکم
دښتو ځوځان خدای د مجنون لپاره وزېږول
د میین تون او د بیابان په اړه څه ولیکم
۱۳۸۷/ ۲/ ۲۵