...

فرید باراني

غزل

ساقي د ژوند هرې شېبې ته مې خمار راکړه

خم د انګړ راته په پور د خدای په پار راکړه

دا لیونتوب مې د میلمه په توګه وساته نن

خمار مې ستون که د جانان کور کې ګذار راکړه

چې د جنون په بهانه مخ د صنم ووینم

نو مې غم نشته دور د ځمکې په مدار راکړه

لاس مې د یار د قدمو په خاوره ونښلوه

بیا مې د شعر دوکان ته دې کوڅه کې لار راکړه

که په عادي لفظونه خواست ورنه د هار وکړمه

چې د تسکین لپاره خپل د غاړې هار راکړه

د هیلو پایله به مې ژوند په سترګو ونه ویني

یوې شېبې ته مې ساقي فکر هوښیار راکړه

زما د ژوند ټولې کیسې ټولې همدا رنګه دي

د ژوند کیسو ته مې ساده لاره د کار راکړه

چې د خپه نشې ساقي ټوکو کې مې خم طلب کړ

ته مې د شعر، ښکلی مضمون وې ځمه وار راکړه

۱۳۸۷/ ۲/ ۷