...

فرید باراني

غزل

دا باران چې کله اوري

ورته ګورم راته ګوري

په ژړا شم په لټون شم

زړه مې ستا په مینه ښوري

که کوټې څخه بهر شم

په لټون د دښت په لوري

لیونی شم لټومه

د جنت د حسن سیوري

ها یادونه مې په یاد شي

ستا تصویر مې په زړه اوري

توی دې خاورې زما په حق کړه

چې هېڅ څوک نه راته ګوري

لمر چې وړانګې خورې نه کړې

څنګه ژوند وکړي خوار ستوري

زه په تا باندې ژوندی یم

له ژوندون نه مې مستوري

ژوند دی روڼ خپله رڼا یې

لمر په ستورو رڼا پلوري

په محشر په اخرت کې

تا به څوک له مانه ژغوري

سمندر ته دې لاهو کړه

د وفا د وعدو توري

۱۳۸۷-۱۱-۳۰