فرید باراني
غزل
خوشالي مې نن یو چا یوړه په غلا
راته ویل یې چې دا غم واخله وړیا
ما یو ویل نوم دې څه دی ګله د کوم ځای یې
وې غمجن یم د مینې د دنیا
ما وې ولې په دنیا کې ته غمجن یې؟
وې چې مینه د خندا کله خندا
ما وې زما پېژندګلوي دې کړه له کومه
وې هغې راکړه چې تل ژاړه بې له تا
ما وې بل څه شی یې درکړ زما لپاره
وې په شپه کې بې خوبي په ورځ ژړا
ما وې بل شی په دنیا کې له دې نه و
وې چې ژوند یې په غمو لړلی تا
ما وې بیا دې د سفر لاره ده کومه
وې چې ځم په لور د دښت او د بېدیا
وې ستا لخوا نه څه څېز یوسم هغې ته
ما وې شعر مې و هغې ته زما لخوا
ګوره څه ښکلي جهان د مینتوب دی
چې په راز یې بس پوهېږي شعراء
۱۳۸۷-۱۱-۳۰