...

فرید باراني

غزل

کاش په مرمۍ دې زه ویشتلی ومه

چې دې له ژوند څخه وتلی ومه

څومره بې نصیبه پیدا شوی یم

ستا د پښو خاورو ته لویدلی یم

څه شو د دردونو ورغتیا پال زما

لږ که یې زړه وسوځي زما په حال

زه به له اذله پریشان یمه

دا چې رسوا شوی په میدان یمه

نه مې د خوبانو وفا ولیده

نه مې د طبیب نه دوا ولیده

څنګه دې رټلی معذور کړمه

سور دې د غمونو په تنور کړمه

بس مې دی دعشق رنځ تر محشره پورې

اور دې کړ زما د زړه په سر پورې

کاشکي له اذله څخه بې نومه

اوس به ناخبره له بد ښه ومه