...

اشرف خان هجري

یو زاهد په لارې ته فاسق یې ولید

وې یې دا عمل به تا نهایت خوار کا

هومره بد عمل څوک نه کا په دنیا کې

هر چې کا هسې عمل وطن تیار کا

وې یې واوره اې په ښه عمل مغروره

عارفان په عمل کله استکبار کا

ته چې هسې بډايي په خپل عمل کړې

چیرې نه چې دې نادم د افتخار کا

هغه دم چې یې جوش وکا سیند د فضل

مُکرم به تر نیکانو ګنهګار کا

یو مجرم به بهشتي نشي حاسده

که خالق د عالم ستا په ویل کار کا

ته په خپله عمل مغرور زه یې په فضل

حق به څه شکله نومیده امیدوار کا

چې ګناه د بنده نه بښي جاهله

د خپل فضل په حق څه شکله اظهار کا

څوک به وبښې په فضل بې حسابه

څوک به پس د سرزنشه رستګار کا

جنت ځای د مومنانو خو به ورشي

وطني به د دوزخ واړه کفار کا

هجري نه لري نیکي په ګناه تور دی

د بخشش طمعه له فضله د غفار کا

بې موسمه هیڅ پکار نه وي درې څیزه

عاقلانو ته روشنه دا وینا ده

د ځوانۍ عمر چې لاړ واده به څه کړې

بل چې وار د ژمي تېر شي څه قبا ده

بل چې نس په طعام ډک کا پکار نه وي

که پلاو که دووپیازه وي که حلوا ده