...

اشرف خان هجري

خسته زړه مې تازه نشي په شراب

خشکه ونه پهلاو نه کاندي په اب

شورش مه کړه د ګردون له کش مکش

لومه کلکه که مرغۍ په اضطراب

له هر چا طمع په قدر د هنر کړه

په منګل به وا طه نشي د عقاب

هر صنم و خپل مئین ته حمیده وي

ماهی خوښ په بحر نه وی تر تالاب

تویول د شهاب څه عذر یې څوک کا

زه اوبه کړم د هجران په شپه عذاب

د حاسد په طعنه غاو نه کا رښتینی

په سنګینه زمکه شور لري سیلاب

نه به جال د مکر بند شي د رندانو

نه به جل شي د نهګ په مخ ګرداب

یک رنګان دې فکر نه کا له دو رنګو

سم سعور یې منګور کج کې په طناب

په زحمت به مې ګردون ترحم وکا

که په مژه دلسوزي کړې وي قصاب

عندلیب خټک بندي په هسې ملک شه

چې طوطا یې ژبه وايي د غراب