...

اشرف خان هجري

په هفته کې نحسه ورځ د چارشنبې ده

په دا ورځ سود وس ودا کله دانا کا

که د کال د نحسو ورځو خبر غواړې

چې خبر یې د فرقان ایت پیدا کا

هغه لس ورځې اخیرې د شوال دي

عاقل نه دی چې ترې خیر تمنا کا

ما له شعره شغل کړ په بیجاپور کې

چا وې تا لره راځي د هند افغان دی

بل مطلب یې په زړه نشته بې دیدنه

خواهش کا د غزلونو سخندان دی

وې مې زر یې بړبړ راوله نادانه

د دانا سړي مجلس داد د یزدان دی

چې دیدن مو سره وشه پس یې ووې

چې زبان دې په وګړي درفشان دی

وې مې ما هرګز اشعار ویلي نه دي

دا وینا چا درته وې که دې ګمان دی

وې یې هومره دروغ مه وایه پردېسه

په ښي لاس کې دې بیاض په کیڼ هم ان دی

ما وې ګرم ملامت هیڅ نه یې غریبه

عقل هم په قدرِحال د هر انسان دی

ما دروغ ویلي نه دي ته غلط شوې

دا نه شعر نه اشعار سحر بیان دی

زه شاعر نه یم بې شکه سحرګر یم

دا بیاض د شعر نه د سحرګ کان دی

هغه شعر چې څوک سحر ورته وایي

تا هرګز لیدلی کله په جهان دی

که پوهېږې په اسرار د دې ویلو

ما در ایښی کتاب واړه په میدان دی

ته چې پوه په معنو نه یې هجري څه کا

ورشه ګوره هغه شعر چې اسان دی