

اشرف خان هجري
یوه ورځ مې پرسش وکړله ګردونه
وې مې کان د ډېر هنر زما پدر وه
هغه کان دې ولې مات کړو اې سپهره!
چې په دهر تا بنده لکه قمر وه
هم دانا د زمانې وه په دا دور
هم د ګل افغان د قوم سخنور وه
هر صفت چې لازمي وي د مردانو
هغه واړه هغه خان ته میسر وه
د خوبۍ صفت یې ډېر دی وایه نشي
غرض دا چې تبرک نادر بشر وه
وې یې دوه امامان نه وي په یو دور
په هر وخت د یو نزول د بل سفر وه
چې اعظم امام سفر له دهره وکړ
شافعي هله راغلی په دا بر وه
په نوبت دې تا پدر شکر ریزي کړه
نن نوبت د پدر نه وار د پسر وه
کوم زنده په دهر پاتې یو نفس شه
چې تمام یې له جهانه اب و خور وه
نن ثاني خاقاني ته یې په افغان کې
که دې پلار د قدیمي بلبلو سر وه
ما وې زه دې عادت پېژنم پلنګه
ډېر دې وخوړل فقیر که تونګر وه
تا هغه سلامت پرې نه ایښ په دور
چې د دیوو د پیریانو یې لښکر وه
نهایت یې برهنه له تخته بوتله
انوشیر که فریدون که سکندر وه
خاقاني غوندې تابوته له جهانه
چې دبدب یې د اشعار په دهر لمر وه
انوري حکیم دې څه شکل نابود کړل
چې ګفتار یې تر قمر لا منور وه
عاقیت دې واړه خاورې د لحد کړل
روښاني که ارزاني که قلندر وه
ته به نن کله هجر په خیر پرېږدې
چې ادم دې ریز مریز کړو چې بهتر وه