

اشرف خان هجري
ما وې زړه دنیا هرګوره بې وفا ده
ورته ولې عالم هومره تمنا کا
واړه وايي چې فنا باور پرې نشته
بیا شدت په دا دنیا سره پیدا کا
ظاهر وايي دین باقي دنیا فاني ده
د فاني دپاره بیا باقي ته شا کا
هغه څوک چې ځان حاتم ګڼي د دور
وايي مینه په دا ورانې بې حیا کا
چې یې وار په دنیا جوړ شي که یې ګورم
د دنیا حرص یې هېره دا دنیا کا
فاضلان چې یې له مینې منعه کاندي
دوی په کوم روایت مینه په دنیا کا
هغه کار چې ناروا کاندي په نورو
هغه دم یې په خپل ځان باندې روا کا
زړه وې زه جواب کوم د دې خبرې
که ستا هوش د رضا ګوش څه خو په ما کا
دا همه واړه تاثیر د محبت دی
چې هر دم له دنیا څوک ګیله بریا کا
دنیا عین په مثال یو جیفه ده
دا سړی لکه سباع تل پرې غوغا کا
چې اول یې پرې غوغا کړه هغه لاړل
نن حیات په دا جیفه سره هیجا کا
وار په وار به دا هم خاورې د لحد شي
دا جیفه به ګانده نورو ته رها کا
څه حاصل د هغو نشته بې ارمانه
چې د دهر په دوکان باندې سودا کا
تر هغه نادان به څوک نه وي په دور
چې د عمر په امید اوږده رجا کا
هجري نن د عمر په امید اوږده رجا کا
هجري نن عمل کوه چې لا فرصت دی
جاهلان طمعه د چارو له فردا کا