

اشرف خان هجري
یو دانا د زمانې په سیر ولاړ وه
که کتل یې په لار ځي یو اُمرا دی
یساولو اهتمام کړو په هر لوري
لښکر ټول ورپسې ځي میر یې په خوا دی
د کوس ژغ یې مخ د زمکې همه ونیو
په ګردون یې پیوسته ژغ د قرنا دی
دانا مخ په یو ابله کړو وې یې وینې
دا صاحب د پوځ څه شکل بې حیا دی
درویزګر به په فلک دا هسې نه وي
نه لیدلی چا په ملک هسې ګدا دی
نادان مخ له قهره واړوه ویل یې
وې یې دا مذکور چې ته وایې خطا دی
طمطراق شان و شوکت و ته یې ګوره
دا مذکور چې ته کوې کله روا دی
زما ستا اوو پېړیو لره بس کړه
ګوهري خنجر چې فن د ده تر ملا دی
وې یې ستا عقل کاږه وینې جاهله
د احول غوندې په بل طرف بینا دی
د خنجر موتي یې اوښکې ستا د زویو
سور یاقوت یې مشخص وینې زما دی
هر چې غواړي څه له چا ګدا یې بوله
که قارون د زمانې وي که بادشاه دی
دا دولت حشمت چې ته ورڅخه وینې
نه پیدا د دهقانۍ نه د سودا دی
د منګي تر اوبو پورې یې حساب کړه
همه مال یې څوک د چا ځنې د چا دی
د دنیا په دولت ناز مه کړه غافله
سراسر واړه جفا هم بې وفا دی
هجري غم و عیش یې دواړه لا بقا دي
هسې ځې لکه نسیم وار د دنیا دی