

اشرف خان هجري
چې ګهې ګهې رایاد عمر غه تېر شي
که د غم وزن دانه په زړه مې سېر شي
شکر شکر په دا حال چې باقي نه دی
هر زحمت د زمانې چې په چا وېر شي
ګذشته دور که یاد شي سود یې څه دی
خو الم یې د حسرت په زړه چاپېر شي
د ګردون په ورکړه څه لره نازیږې
د هوس مدت یې لږ اندوه یې ډېر شي
هیڅ باور یې په صورت د قرار نشته
دم په دم یې مخ د چارو په څېر څېر شي
د وګړي کار په شپه ګورمه نور وي
په صبا یې نسق واړه په بل پېر شي
ما به څه لره یاري کړه که خبر وی
چې عشرت د وصال زر په هجر زېر شي
د وصال خواږه مې ولیدل عبث دي
له اوله یې لذت وروستو ګنډېر شی
که سختي له دهره وینې ملال مه شه
نیک و بد یې په کاته کې تېر و بېر شي
سانګ له ده وايي تعلیم کړه بازیګرو
مخ یې هسې زر د چارو ځېر په ځېر شي
یو عجب د ګردون څيز هجر یې نوم شه
د وصال به دور سګ نن راته شېر شي
هجري کله په کاهش د ځان راضي دی
کشکې یاد د قضا عمر د زړه هېر شي