

اشرف خان هجري
چې د شک له زنګه پاک خاطر د مرد وي
ورته یو بستر د خوب صف د نبرد وي
په هیڅ شي به مزاحم بې امره نشي
لبالب که دا جهان همه په درد وي
هغه مرد چې مزاح د دهر پوی شه
په زحمت کې هوس کا له ډاره فرد وي
غم ښادي شتاب د عمر هسې تېر کا
لکه باد موجونه کا په مخ یې ګرد وي
په دنیا که دانا مرد غواړې هغه دی
چې یې زړه له بېوفا چارونه سرد وي
د درم حاصل محال دی بې نصیبه
که وسعت د زمکې واړه سیم وزر وي
نهایت یې د ګردون ګردش ایرې کا
زرکشي محل د شاه که لاجورد وي
که باریک نظر په کار د جهان وکړي
کشمکش یې بر جنس بازې د نرد وي
نراد بې عذره کشش د مهر کاندي
په هر شان چې مهیا د تاس اورد وي
د هر چا په غاړه ډور د نصیب وینم
په ستم یې هورې بیايی چې یې خورد وي
تر صفال یې د همت نظر ته هیڅ دی
که هجري ته اماده د زر و جرد وي